دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 257022
هسپانیې خپل افغان همکاران له پاکستانه واستول
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر مهال د دوی ۳۰۰ افغان همکاران د خپلو کورنیو له غړو سره له پاکستان څخه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۳۰۰ افغان اتباع او د هغوی د کورنیو غړي یې له پاکستان څخه دغه هیواد ته لیږدولي دي.
 
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الباریس ویلي چې دغه شمېر افغانانو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د هسپانیا له حکومت سره کار کړی دی.
 
هغه خبریالانو ته وویل چې حکومت به له دغو کډوالو سره په ټولنه کې د ادغام لپاره کار وکړي ځکه چې په نږدې راتلونکي کې به د دوی لپاره افغانستان ته راستنیدل ستونزمن وي.
 
د نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر، د تېر کال په اګست میاشت کې، وروسته له هغه چې اسلامي امارت پر افغانستان واک تر لاسه کړ، هسپانیې یو شمېر هغه افغانان چې له هسپانوي پوځیانو او دیپلوماتانو سره یې کار کاوه، وایستل.
 
دغه هیواد تر ۲۰۰۰ ډیر هغه کسان چې له خطر سره مخامخ وو د ویستلو د ماموریت پر مهال له افغانستان څخه دغههیواد ته انتقال کړ.
 
د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز ویلي، هېواد به یې د هغو شمېر افغانانو د لېږد په برخه چې په افغانستان کې پاتې دي او غواړي له دغه هېواده ووځي مرسته به وکړي.
 
پر افغانستان د ناټو د یرغل په شل کلنه موده کې هسپانیې زموږ هېواد ته شاوخوا ۲۷ زره پوځیان استولي وو او په دې بهیر کې د دغه هېواد ۱۰۲ پوځیان وژل شوي وو.
https://avapress.com/vdcdx50xxyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته