دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 257399
تاجکستان په افغانستان کې د کاسا ۱-هزار برېښنا پروژې کار ودراوه
د تاجکستان د برېښنا پروژې د دفتر مشر وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له امله دغه هېواد په افغانستان کې د کاسا ۱-هزار برېښنا پروژې کار د اوس لپاره بند کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د برېښنا پروژې رئیس فیض علي سمیعوف رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دغې پروژې کار چې ټاکل شوې وه راتلونکی کال بشپړ شي، له افغانستان پرته په دریو نورو هېوادونو کې هم دوام لري.
 
ښاغلي سمیعوف وویل: هیله لرو چې له افغان لوري سره به تماسونه ټینګ شي او د دې پروژې د پلي کولو لارې چارې به وڅېړل شي.
 
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د تاجکستان، افغانستان، قرغزستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
 
دا پروژه به د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.
 
کاسا ۱۰۰۰ له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد یوه له سترو پروژو څخه ده.
 
دا پروژه ۱۲۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې تېرېږي.
 
د دې پروژې لګښت یو میلیارد او ۱۷ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې نړیوال بانک، اسیايي بانک، اسلامي پراختیايي بانک، امریکا او انګلستان به ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcao0nuo49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته