دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 258477
د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو پټ رازونه د القاعدې له خوا خپاره شول
د القاعدې ترهګرې ډلې یو جګپوړي غړي یو کتاب خپور کړی چې د پلانونو په اړه تمرکز کوي او دا چې څنګه دې ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه نیټه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز برید پلان کړ. د کتاب د لیکوال په وینا، د دې برید موخه دا وه چې امریکا په اوږدمهالې جګړې کې ښکېل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: نړیوالو رسنیو پرون (یکشنبه، سنبلي ۱۱) خبر ورکړ چې په دغه کتاب کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د امریکا پر څو الوتکو د بریدونو تفصیلي مهال ویش شتون لري.
 
دا کتاب د القاعدې د یوه جګپوړي غړي ابو محمد المصري له خوا د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت لیکل شوی دی.
 
د القاعدې له خوا خپور شوی کتاب شاوخوا ۲۵۰ مخونه لري او د دې شبکې د رسنیو څانګې له خوا په انلاین ډول شریک شوی دی.
 
المصري په دې کتاب کې ویلي چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې چې القاعده افغانستان ته داخله شوه، د امریکا متحده ایالات د اوږدمهاله وتلو جګړې ته د راښکته کولو لپاره تیاری ونیوله.
 
د دې کتاب د داستان له مخې، د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو لومړنۍ مفکوره هغه مهال راپورته شوه چې یوه مصري پیلوټ د امریکا یوې مهمې او سمبولیکې ودانۍ ته د زرګونه بیرل اور لګېدونکو موادو د لېږدولو یوه ملکي الوتکه د لېږلو وړاندیز وکړ.
 
دا مفکوره د دې لامل شوه چې د القاعدې ډیری جنګیالي د نورو روزنې لپاره وټاکل شي او بیا په ۱۹۹۸ کې د نړۍ مختلفو پوهنتونونو ته واستول شي.
 
بیا دغو بریدګرو څلور الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې پر نړیوال سوداګریز مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې تر درې زرو زیات امریکایان ووژل شول.
 
په دې کتاب کې المصري د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې ټول پلانونه بیان کړي.
 
باید وویل شي، چې امریکا له څه مودې راهیسې د القاعده شبکې په ځانګړې توګه اسامه بن لادن او ایمن الظواهري د دې شبکې یو له مشرانو څخه د امریکا پر ضد په بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په اسلام آباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته ایمن الظواهري هم تېره میاشت په کابل کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdciyvaryt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته