دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 258553
د ایران او نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې اترې/ ایران تر ۵ میلیونو زیاتو افغان کډوالو ته خدمات وړاندې کوي
د ایران کورنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران او نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ویبینار کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر مسایلو هم نظرونه تبادله کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه هېواد د ۵.۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی او هغوی ته خدمات وړاندې کوي. نوموړي د کډوالو د ښه کوربه توب لپاره له نړیوالې ټولنې او نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران کورنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانیا مهوتا په یوه ویبینار کې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو اړیکو پر پرمختګونو خبرې وکړې.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه وویل، د ټولو قومونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت جوړول په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو له اړینو بنسټونو څخه دی.
 
هغه د ایران په اسلامی جمهوریت کښې څه دپاسه څلور نیم میلیونو افغان کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په یادولو سره د دغه دروند مسوولیت د ترسره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او په دې برخه کښې د نیوزیلینډ په شمول د هیوادونو د مرستو په ضرورت ټینګار وکړ.
 
د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیرې نانا ماهوتا د میلیونونو افغان کډوالو په منلو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د انسانی چلند د قدرونې په ترڅ کښې په افغانستان کښې د سولې د ټینګښت او له کډوالو سره د مرستې لپاره د خپل هیواد په سیاست ټینګار وکړ.
 
د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د ایران د اسلامی جمهوریت له لارې دغه هیواد ته په نیوزیلینډ پورې اړوند د یو شمیر افغان ځواکونو په لیږدولو کښې د ایران د مرستې قدرونه وکړه.
 
نانا ماهوتا د ایران د اسلامی جمهوریت مهم مقام ته په اشارې سره د ایران او نیوزیلینډ ترمینځ د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
 
https://avapress.com/vdcdkj0xsyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته