دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 258701
حقاني هیواد ته د کډوالو او سیاسي شخصیتونو د ستنیدو غوښتنه وکړه
په یوه غږیز وینا کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، د کورنیو چارو وزیر له هېواده بهر مېشتو خلکو ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده. په دغه غږیز وینا کې نوموړي دغو کسانو ته ویلي، چې که پر ده باور نه وي، نو پر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار چې وخت يي سره تېر کړی، باور وکړي او هېواد ته راستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي یو آډیو ټیپ کې ویلي، هغه کسان چې له هېواده بهر دي، که پر ده باور نه لري، عبدالله عبدالله، حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار چې له دوی سره یو څه وخت تیر کړی دي، باور وکړی او بیرته هیواد ته راستانه شي.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه: "هغه کسان چې له هېواده وتلي، که پر موږ باور نه کوي، دلته ډاکټر عبدالله، کرزی او ګلبدین موجود دی، تاسو له دغو کسانو سره وخت تېر کړی، نو راشئ، پر خپلو مشرانو باور وکړئ، د حکومت ملاتړ وکړئ. او وطن ته راستون شی."
 
سراج الدین حقاني په دغه غږیز پیغام کې دا هم ویلي، چې اسلامي امارت عمومي بښنې ته ژمن دی او که ژمن نه وای، نو په هیواد کې به یې له شته خلکو سره حساب کړی وای.
 
همدارنګه ښاغلي حقاني د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
 
هغه وويل: "لکه څنګه چې تاسو د جهاد په دوره کې خدمت کاوه، اوس په حکومت کې خدمت وکړئ. موږ دا حکومت په خيرات نه دى ترلاسه کړى. د ټولو هغو کسانو درناوی وکړئ چې د جهاد په دوره کې له موږ سره برخه درلود."
 
په ورته وخت کې کارپوهان وايي، چې اسلامي امارت باید له هېواده بهر د مېشتو افغانانو د راستنېدو لپاره د باور فضا رامنځته کولو او همدارنګه په افغانستان کې دننه د هغو کسانو د اقتصادي او فکري امنیت د تامین لپاره ډېر کار وکړي.
 
په همدې حال کې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او سیاسي څېرې د دغه کمېسیون په هڅو له افغان شخصیتونو سره د تماس په خاطر هېواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdciuvarzt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته