دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 259165
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په زیاتیدو د ایران اندیښنه
په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي مرستیال د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او دا یې د سیمې امنیت ته ګواښ وباله.
افغان غږ خبری آژانس: په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازې مرستیاله زهرا ارشادي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړې.
 
مېرمن ارشادي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو رامنځته کېدل د اندېښنې وړ وبلل.
 
زهرا ارشادي همدا راز ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي.
 
د دغه ایراني چارواکي په وینا، یوازې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت جوړول د ټولو افغانانو حقونه تضمینولی شي.
 
په ملګروملتونو کښې د ایران د دایمي استازی مرستیال په داسې حال کښې په افغانستان کښې چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو په رامینځته کیدو اندیښنه لري د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcd9n0xkyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته