دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 259479
په بصره کې ګډوډي؛ د عراق پوځ مداخله وکړه
د بصرې په ښار کښې د ناکراریو له زیاتیدو وروسته، پوځی سرچینو خبر ورکړ چې د عراق د پوځ یوه ډله دغه ښار ته داخله شوې ده او د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شاوخوا کښې ځای پر ځای شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: یوې پوځی سرچینې نن (شنبه، میزان ۱۶) اعلان وکړ چې د عراق د پوځ یوه ډله د عراق په جنوب کې د بصرې ښار ته ننوتلی چې په دغه ښار کې امنیت او ثبات ټینګ کړی.
 
هغه شفق نیوز وېبپاڼې ته وویل، دا ډله به د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې ځای پر ځای شي او د بصرې ولایت د عملیاتو د قوماندانۍ تر قوماندې لاندې به فعالیت کوي.
 
بصره ولایت چې د عراق اقتصادي دروازه ګڼل کیږي په تیرو دوو اونیو کې د پراخو ناامنیو شاهده ده.
 
د میزان له شپږمې نیټې راهیسې کله چې د بصرې ولایت په ودانۍ د الصدر په ملاتړ بلواګرو قبضه وکړه او بیا د امنیتي ځواکونو په مداخلې سره له سیمې څخه وتلو ته اړ شول، د بصرې ښار امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی دی.
 
په دې لړ کښې د تيرې اونۍ د سه شنبې په سهار عراقي سرچينو په بصره کښې د الحشد الشعبي په مرکز کښې د دريو چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړ او له هغې وروسته د «التنومه» ښارګوټي له لوري د ډزو غږونه واورېدل شول. .
 
سبرین نیوز چینل هم لیکلي: «۸ کاتیوشا راکټونه په بصره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ولګیدل. الحشد الشعبي د ولسمشرۍ په ماڼۍ باندې د وسله والو ډلو له ترهګریز برید سره مقابله کوي.
 
په همدې حال کې مقتدا الصدر د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه فرمان کې د «بصرې په ولایت کې د فتنې د مخنیوي» په نوم د سرایا السلام په ګډون د خپلو ټولو اړوندو وسله والو ډلو د فعالیت د ځنډولو اعلان هم وکړ. هغه په ​​یوه پیغام کې ویلي: «د خلکو تر منځ د وېرې او ترور او کورنۍ جګړې ته لمن وهل حرام دي».
 
https://avapress.com/vdcbz9b59rhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته