دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 259570
یووالي د اسلامي ټولنې د ملا تیر دي
د بلخ د حج او اوقافو رئيس وايي، چې د مسلمانانو ترمنځ يووالی د اسلامي ټولنې د ملا تیر دي او له يووالي پرته ټولنه له منځه ځي او د مسلمانانو عزت به له منځه لاړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د حج او اوقافو رئیس سیف الدین عزیزی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: کله چې خدای (ج) وغوښتل چي خپل بندګان سمې لارې ته لارښوونه کړی، نو د خپلو بندګانو له ډلې څخه یې رسول الله (ص) غوره کړ، تر څو د خدای (ج) لارښونه دوی ته ورسوي، په داسې حال کې چې انسانانو د پردیو مالونه په ځان ته اخیستل او ښځې یې ژوندۍ ښخولي.
 
هغه زیاته کړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم حجاز ته له لېږلو وروسته د حجاز خلک متحد کړل. قومي جنګونه پای ته ورسېدل او د هغه وخت ټول خلک له بدبختیو وژغورل شول.
 
د بلخ د حج او اوقافو رئيس وايي، د اسلام پېغمبر (ص) داسې شخصيت درلود، چې د ژبې، قوم، سمت او چاپېريال توپير يې ورته نه درلود، يوازې هڅه يې کوله، چې ټول خلک د اسلام تر بيرغ لاندې ژوند وکړي او د الله تعالی عبادت وکړي.
 
عزيزي ټينګار وکړ چې د مسلمانانو ترمنځ يووالى د اسلامي ټولنې د ملا تیر دي او د ټولنې له يووالي پرته د مسلمانانو کرامت له منځه ځي.
 
هغه څرګنده کړه، د اسلامي امت د وحدت لپاره اړینه ده، چې د قرآن له احکامو سره سم عمل وکړو او د یو نظام تر چتر لاندې ژوند وکړو، چې په پایله کې به یې د دښمنانو هڅې ناکامې شي.
 
د بلخ د حج او اوقافو رئيس وويل: د مسلمانانو يووالی د دين، ځمکنۍ بشپړتيا او د اسلامي ټولنې د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم تل د مسلمانانو د یووالي د ساتلو هڅه کوله او نن هم مسلمانان باید د یو سوله ایز او هوسا هیواد د لرلو لپاره د وحدت ساتنه وکړي.
 
هغه زیاته کړه، افغانستان او ټولو اسلامي هېوادونو په تېرو وختونو کې له ډېرو اختلافاتو سره مخ شوي او لیدلي چې موږ څومره زیانمن شوي یو او نن د حل یوازینۍ لار یووالی دی او له کوچنیو اختلافاتو څخه باید ګټه واخلو ترڅو هېواد د سمسورتیا په لور روان شي.
 
https://avapress.com/vdcd5n0xzyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته