دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 259636
نصرالله: مسلمانان باید عملي اتحاد او پیوستون ولري
د لبنان د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصر الله د یووالی د اونۍ په مناسبت په یو کانفرنس کښې وویل: مسلمانان باید عملی وحدت او پیوستون ولری او په ګډو ټکو ټینګار وکړی.
افغان غږ خبری آژانس: د سه شنبې په ورځ (۱۹ میزان) د یووالي اونۍ په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې؛ په لبنان کښې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او حضرت امام جعفر صادق(ع) د میلاد ورځ ونمانځل شوه، د لبنان د حزب الله عمومی منشی ټینګار وکړ په اختلافی دریځونو کښې باید مبالغه ونه شی.
 
سید حسن نصرالله زیاته کړه: امام خمینی(رح) د یووالی اونۍ په نومولو سره د پیغمبر(ص) د ولادت په اړه اختلاف ختم کړ. هغه دې ته اشاره وکړه: د یمن خلک چې تر محاصرې لاندې دي او د معیشت، روغتیا او امنیت له بحرانونو سره مخامخ دي، په ملیونونو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ولادت ورځ لمانځي، باید درناوی یې وشي.
 
هغه زیاته کړه: د یمن خلکو په هر څه سره له رسول الله (ص) سره خپله مینه څرګنده کړه.
 
هغه تاکید وکړ: پېغمبر اکرم د عربو لپاره رحمت و چې د بتانو له عبادت څخه یې د خدای عبادت ته یی بلنه ورکړ، پېغمبر اکرم د اخلاقو او انسانی ارزښتونو ژوندی کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مهال رحمت و چې د خلکو وینه او مال یې حرام وباله. خو نن ورځ ځينې لويديځ هېوادونه شته چې خلک د جهالت لوري ته وړي.
 
سید حسن نصرالله د خپلې وینا په بله برخه کې د لبنان او اشغال شوی فلسطین تر منځ د سمندری حدودو مسئله مطرح کړه او ټینګار یې وکړ: د برخلیک ټاکونکی ساعتونه زموږ په مخکې دی. د لبنان خلک د دغو خبرو اترو په اړه د خپل ولسمشر او د صهیونیسټ دښمن رسمي دریځ ته منتظر دي.
 
هغه زیاته کړه: "کله چې فلسطین ازاد شي، موږ به ورسره د سمندري سرحدونو په اړه کومه شخړه ونه کړو." سید حسن نصرالله وویل: زمونږ بحر تر غزې پورې غځیدلی دی او مونږ اسراییلو ته دا معلومه کړه چې مونږ جدي یو.
 
په پای کی د حزب الله عمومی منشی څرګنده کړه: موږ تیل او ګاز د لبنان له اقتصادی بحران څخه د وتلو لپاره د لبنان د خلکو هیله ګڼو او د اسرائیلو دښمنان د لبنان له جنګ څخه ډیر ویره لری، خو هغه څه چې د مقاومت لپاره مهم دي د لبنان له ساحو څخه د تیلو او ګازو استخراج دي.
 
https://avapress.com/vdcgwy9x3ak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته