دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 259651
اذربایجان او ارمنستان د سولې د تړون پر سر موافقې ته ورسېدل
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د موافقې لاسته راوړنه اعلان کړه او ویې ویل، چې دواړو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژندلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کرښې د ټاکلو په ګډون په پنځو مهمو اصولو هوکړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیکیدو اعلان وکړ چې د نګورنو قره باغ په لانجه سیمه کې له دریو لسیزو څخه زیاتې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
 
چاوش اوغلو د ترکيې له تلويزيوني چينل "TVnet" سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ارمنستان او اذربايجان ترمنځ د سولې د تړون د مهمو ټکو په اړه موافقه اعلان کړه او زياته يې کړه، چې په مهمو ټکو باندې موافقه شوې ده.
 
هغه وويل، د دغه هوکړه ليک اساسي ټکي پنځه مادې دي او د يو بل د ځمکنۍ بشپړتيا په رسميت پيژندل، د سرحدونو ټاکل او داسې نور شامل دي او يادونه يې وکړه، چې يوازې د دغو مادو عملي کول پاتې دي.
 
دغه ترکي ډیپلوماټ همداراز ټینګار وکړ چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د موافقې خبرې اترې او د یروان او انګریز ترمنځ د اړیکو د عادي کولو خبرې له یو بل څخه په جلا توګه نه ترسره کیږي او په دې اړه مو څو ځلې خبرې کړي دي.
 
ویل کېږي چې د اذربایجان او ارمنستان دوه جمهوریتونه چې له څه باندې درېیو لسیزو راهیسې د ناګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر په جګړه بوخت دي او د دغې غرنۍ سیمې پر سر تاوتریخوالی څو څو ځله جګړې ته لمن وهي، اوس یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0xfyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته