دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 259653
جیک سلیوان: چین د امریکا لپاره تر ټولو لوی جیوپولیټیک ستونزه ده
د امريکا د ملي امنيت سلاکار وويل، چين په نړۍ کې د امريکا لپاره تر ټولو ستر جيو پوليټيک ننګونه ده. دا په داسی حال کي ده چي دا هیواد نه غواړي چې د سړې جګړې په څیر نړیوال بندیزونه تکرار کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان وایی، امریکا چین ته په نړۍ کې د خپل ستر جیو پولیټیکل ننګونې په سترګه ګوری، خو نه غواړی چې نړۍ په دوو بلاکونو وویشل شی او یا په بله سړه جګړه کې. .
 
هغه زیاته کړه: موږ پوهیږو چې په جیوپولیټیک فضا کې د چین ولسي جمهوریت د امریکا لپاره تر ټولو مهم جیوپولیټیک ننګونه ده.
 
په داسې حال کې چې امریکا ته د چین ننګونه په هند او ارام سمندر کې د پام وړ لیدل کیږي، دا ننګونه نړیوال اړخونه هم لري.
 
د یادولو وړ ده چې د چین چټک اقتصادي پرمختګ چې ویل کیږي په څو کلونو کې به امریکا له ماتې سره مخ کړي او یوازې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد شي، د امریکا د حکومت مشران سخت اندیښمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcft1d0mw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته