دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 259763
اروپا په افغانستان کې کورنۍ جګړه د خلکو په ګټه نه بولي
د اروپا ځانګړي استازي د یوه ټویټ په خپرولو سره د هېواد د روان وضعیت په اړه د پوتین نظر تایید کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې جګړه د خلکو په ګټه نه ده.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن تېره شپه (شنبه، میزان ۲۳) په یوه ټوېټ کې لیکلی، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې یو ځل هوکړه کړې، چې په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پای ته ورسوی.
 
هغه زیاته کړه: زه هم پوره باور لرم چې دا کار د افغانانو په ګټه نه دی.
 
که څه هم اسلامي امارت وايي، چې په افغانستان کې له څلوېښتو کلونو وروسته جګړه پای ته رسېدلې او په هېواد کې ملي امنیت ټینګ شوی، خو لا هم په یو شمېر ولایتونو کې وسله والې نښتې روانې دي. په دې هېواد کې هم ناامني شته. درې اونۍ وړاندې د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونځي د خونړي ځانمرګي برید هدف و، چې په پایله کې یې شاوخوا ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، شهیدان شول.
 
خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې وروستيو کې د سيکا په نامه د اسيا د متقابل عمل او باور جوړونې د کنفرانس په غونډه کې وويل چې افغانستان د سيمې د امنيت پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه ده.
 
د روسیې د ولسمشر په وینا، په افغانستان کې ترهګریز بریدونه دوام لری او د دغه هېواد واکمنان د دغو بریدونو د مخنیوی توان نه لری.
 
https://avapress.com/vdch-wnix23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته