دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 259918
ناټو اوکراین ته د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیستم ورکوي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اعلان کړي؛ چي دا سازمان به په راتلونکو ورځو کې اوکراین د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیستم سمبال کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د اوکراین د حکومت د اعلامیې له مخې، د جګړې په ډګرونو کې له پرله پسې ماتې وروسته، روسي ځواکونو خپل بریدونه د هېواد له لومړۍ کرښې لرې پر بنسټیزو تاسیساتو متمرکز کړي او مسکو د اوکراین شاوخوا یو پر درېیمه برخه ویجاړه کړې ده. تېره اوونۍ د بې پيلوټه الوتکو له لارې د برېښنا پر فابريکو بريدونه وکړل.
 
ښاغلي سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ د جرمني په پلازمېنه برلین کې د یوه امنیتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د روسیې د حملو په وړاندې د ناټو د متحدینو ځواب به د کییف د هوايي دفاعي سیستم پیاوړي کول وي: «تر ټولو مهم کار چې موږ یې کولای شو دا دی چې موږ یې وسپارو. لکه څنګه چې ژمنه شوې وه موږ د اوکرایین د هوایي دفاع سیسټمونه پیاوړي کړي دي. "په راتلونکو څو ورځو کې، ناټو به د ډرون ضد سیسټم کییف ته وسپاري ترڅو د ډرون ګواښونو په وړاندې ځان خوندي کړي."
 
د ځینو راپورونو له مخې مسکو د لویدیځو حکومتونو د بندیزونو له امله د اوکراین په جګړه کې د استفادې لپاره د وسلو او پوځي تجهیزاتو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
 
د ناټو عمومي منشي همداراز زیاته کړه: هیڅ هیواد باید د اوکراین په وړاندې د روسیې د غیر قانوني جګړې ملاتړ وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjvhe8ouqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته