دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 260224
د ایران خلک باید د خپل یووالي په ساتلو سره په دغه هیواد کې د ناامنیو د دوام لپاره د دښمنانو د ناوړه استفادې دروازې وتړي

د ایران خلک باید د خپل یووالي په ساتلو سره په دغه هیواد کې د ناامنیو د دوام لپاره د دښمنانو د ناوړه استفادې دروازې وتړي

د ایران خلک باید د خپل یووالي په ساتلو سره په دغه هیواد کې د ناامنیو د دوام لپاره د دښمنانو د ناوړه استفادې دروازې وتړي
د ایران د اسلامی جمهوریت د فارس ولایت په مرکز شیراز ښار کښې د امام زاده شاه چراغ په زیارت کښې له ترهګرې حملې وروسته د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز عمومی مشر د دغه ترهګریز برید په غندلو سره د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چي د نړيوال تروريزم سره په مبارزه کې خپل يووالی وساتي او په ايران کې د ناامنۍ او ناکرارۍ د دوام لپاره د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو د ناوړه استفادې دروازې وتړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امامزاده شاه چراغ پر زیارت د تروریستی برید په اړه د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د غبرګون بشپړ متن په لاندې ډول دی:
"امام زمان (ع) ته تسلیت وایم
ترهګري د اسلامي نړۍ یوه ګډه پدیده ده
د شیراز د امامزاده شاهچراغ په سپیڅلي ځای ترهګریز برید او د لس ګونو زیارت کوونکي شهادت او ټپي کیدل هغه هم د ماښام د لمانځه پر مهال یو ډیر خواشینونکی خبر دی او د نړۍ د هر مسلمان زړه یې سخت خواشینی کړی دی.
زه د کابل د یوه مسلمان ګاونډي په توګه چې په خپل هیواد کې د تروریستي بریدونو له امله ډیر او ژور خفګان لرم او د لسیزو په اوږدو کې د دا ډول بریدونو له امله خپل زرګونه هیوادوال له لاسه ورکړي، دغه ناوړه عمل او شهادت په کلکه غندم او د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. د انقلاب معظم رهبر، جمهور رئیس، د شهیدانو کورنیو او د ایران د انقلابي خلکو ته کې د دغې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
سید عیسی حسینی مزاری
۴ عقرب ۱۴۰۱ شمسی
د وروستیو راپورونو له مخې په دې تروریستي عملیاتو کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ترهګریز برید په تعقیب په فارس ولایت کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
د ايران د فارس ولايت د پوليسو قوماندان يو تن د دغه تروريستي عمل عامل پيژندلى او نيولى دى. ویل کیږي چې بریدګر بهرنی تابعیت درلود خو د هغه د هویت څرنګوالی لا نه دی په ډاګه شوی.
په همدې حال کې نیول شوی کس په روغتون کې بستر شوی او د ټپونو له امله یې عملیات شوی دی.
داعش د دغه ترهګریز برید مسؤلیت منلی دی.
احمد بن موسی (ع) چې په شاه چراغ نومیږي، د امام موسی کاظم (ع) زوی او د شیعه ګانو د امام رضا (ع) ورور، د شیعه ګانو اتم امام او مشر دی.
 
https://avapress.com/vdcb5gb5arhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته