دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 260256
یونیسف په غور کې د اوبو رسولو شبکه جوړوي
په غور ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) غواړي د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه پروژه تمویل کړي. ویل کېږي چې پر دې پروژې ۶،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغې پروژې په پلي کیدو سره به د مرغاب ولسوالۍ د «سیاب» کلي یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په جوړیدو سره به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري. د دې کلي اوسېدونکي پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
 
باختر آژانس خبر ورکړ چې د اوبو رسولو د دغې شبکې لګښت د يونيسف د ادارې له خوا ورکول کيږي او د بريښنا د ويژن موسسه ده.
 
په غور ولایت کې د اسلامي امارت د رسنیو دفتر هم د فیروزکوه ښار په شاوخوا کلیو کې د اوبو لګولو د کانالونو د ساتنې او مراقبت او د استنادي دیوالونو د جوړولو د څلورو پروژو د پیل خبر ورکړی دی.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې به د فیروزکوه ښار د تورګي، بادګاه، پُزلیچ او سیاه سنګ په کلیو کې پلي شي او څلور زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
 
https://avapress.com/vdcgnz9x3ak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته