دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 260271
په پاکستان کې تاوتریخوالی / عمران خان یو ځل بیا خپلو مینه وال راوبلل
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پرون (جمعه، ۶ عقرب) یو ځل بیا پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د وخت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لاریونونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د عمران خان په مشرۍ دغه لاريونونه د عقرب په شپږمه نېټه د جمعې په ورځ له لاهور ښار څخه پيل او د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد پر لور يې دوام وکړ.
 
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د دغو مظاهرو هدف په دغه هیواد کې د وخت مخکې انتخاباتو ترسره کول دي.
 
د دې حقیقت سره سره چې د لاریون له اصلي ځای څخه تر ۲۶۰ کلومیټره پورې په لوی شمیر کې د پولیسو ځواکونه ځای په ځای شوي وو، عمران خان په اسلام اباد کې هم د خپلو پلویانو د راټولیدو د اجازه غوښتنه وکړه.
 
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ډاډ ورکړی چې اعتراضونه به د حکومت سرې کرښې ته نه ننوځي او په هغو سیمو کې به پاتې شي چې د محکمې له خوا ټاکل شوي دي.
 
د پاکستان مرکزي حکومت هم خبرداری ورکړی چې له ټاکل شوې لارې څخه د احتجاج هر ډول انحراف به د پولیسو له اقدام سره مخ شي.
 
د عمران خان د پلویانو له خوا دغه لاریونونه په داسې حال کې شوي، چې په دغه هېواد کې د وخت مخکې ټاکنو ترسره کېدل په داسې حال کې دي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف حکومت په راتلونکي کال کې پر ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcd5z0xfyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته