دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 260287
تروریزم او افغانستان، د روسیې او ترکمنستان ترمنځ مشوري
د روسیې او ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو الګ سیرومولوتوف او ویپا حاجییف پرون (جمعه، عقرب ۶) وکتل. ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیتونو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الګ سیرومولوتوف مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې ترهګرې ډلې چې شاوخوا ۱۰ زره سرتیري لري، فعالیت لري.
 
د روسیې او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو غونډه د جمعې په ورځ د عقرب په شپږمه په مسکو کې جوړه شوه.
 
دواړه هېوادونه له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او د دغې ډلې دیپلوماتان یې منلي دي. خو دوی په دې باور دي چې اسلامي امارت د ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې توان نه لري.
 
د پنجشنبې په ورځ (۲۱میزان ۱۴۰۱) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «په اسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې په کنفرانس» کې وویل چې افغانستان لا هم په سیمه کې تر ټولو جدي امنیتي ننګونه ده او اسلامي امارت د دې ستونزې د حل توان نه لري.
 
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اليګ سيرومولوتوف او ويپا حاجييوف ترمنځ په دې سلا مشورو کې د افغانستان له خاورې څخه د رامنځته شوې ترهګرۍ، افراطيت او تروريستي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
 
دواړو هېوادونو د تروريستانو، د تروريستانو د مالي سرچينو او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټينګار وکړ.
 
د روسیې او ترکمنستان دیپلوماتان په منځنۍ اسیا کې د امنیت د ټینګښت لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان، د ګډو ګټو خپلواکو دولتونو او د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان رول هم څیړي.
 
د ګډو امنیتي تړون سازمان په تېرو میاشتو کې د خپلو پوځي تمریناتو په دوام، په دې وروستیو کې د افغانستان پولې ته څېرمه په تاجکستان کې د لسو ورځو لپاره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل.
 
د دې تمرین موخه له افغانستان څخه د ترهګرو او فرضي اهدافو له منځه وړل وو.
 
https://avapress.com/vdcaawnu049niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته