دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 260383
د هند حکومت له افغانستان سره د بانکي تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي
د هند حکومت ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک د چارواکو په غوښتنه دواړه هېوادونه د کابل بانک د تخنیکي ستونزو د حل لپاره همکاري کوي.
افغان غږ خبری آژانس: اکونومیک ټایمز مجلې د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰) خبر ورکړ چې د اسلامي امارت د مرکزي بانک رئیس عبدالقادر ادریس په دې وروستیو کې په کابل کې د هند د تخنیکي ټیم له مشر بهارت کمار سره وکتل. په افغانستان کې د بانکي تخنیکي ننګونو د حل لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
 
ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د بانکي ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
 
تر اوسه د ایران مرکزي بانک په رسمي ډول د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته په هېواد کې بانکي سیستم د مایعاتو له بحران سره مخ شو او له هغه وروسته د دغه سیستم د سقوط خبرداری هم خپور شو.
 
https://avapress.com/vdch6vnix23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته