دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 260645
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په افغانستان کې د قرغزستان له ځانګړي استازي سره وکتل
ستانکزي په دې کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت غواړي د هېوادونو ترمنځ شخړې د خبرو له لارې هوارې کړي او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (عقرب ۱۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بېک او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
 
 د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان وروستیو سرحدي شخړو ته په اشارې سره، د تفاهم او خبرو له لارې د مسایلو او شخړو په هواري ټینګار وکړ.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
 
د قرغزستان له ځانګړي استازي سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه په راتلونکو څو ورځو کې د روسیې په کوربه توب په یوه غونډه کې د افغانستان پر موضوع خبرې کوي.
 
https://avapress.com/vdci5uarwt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته