دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 260745
د پروان ولایت بې ځایه شوي خلک له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي
د کاپيسا، پنجشېر او لغمان ولايتونو يو شمېر بې ځايه شوي کسان چې پروان ته کډه شوي وايي، چې د سړې موسم په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د پنجشېر ولایت اوسیدونکي محمد موسی وویل: ژمی را روان دی، لرګی، سکاره او واښه د اړتیا وړ دی.
 
له پنجشېر څخه يو بل بې ځايه شوي وويل: "زما لمسيان ناروغه دي، موږ له پنجشېر نه څه نه شو راوړلاى، هېڅ نه لرو، له ژمي وېرېږو."
 
په ورته وخت کې د پروان د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، چې دوی به د نغدي او خوراکي توکو ترڅنګ د دغه ولایت پر نږدې پنځه زره بې ځایه شویو کورنیو ژمنۍ مرستې وویشي.
 
د پروان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رئیس محمد ابراهیم میاخیل وویل: "د دغو مهاجرینو ډیری یې د پنجشیر، کاپیسا او لغمان ولایتونو څخه دي."
 
خو د پنجشېر سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د هغو اوسېدونکو د راستنېدو لپاره به زمينه برابره کړي، چې ګاونډيو ولايتونو ته کډوال شوي دي.
 
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نصرت الله ملکزاده وويل: "موږ هڅه کوو، چې د مرستندويه بنسټونو له لارې ټولو کډوالو او بې ځايه شويو ته مرستې برابرې کړو."
 
د پروان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولايت کې د شاوخوا پنځه زره بې ځايه شويو کورنيو له جملې څخه څه باندې ٧٠٠ کورنۍ د پنجشېر ولايت دي.
 
https://avapress.com/vdcjxye8iuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته