دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 261427
زموږ د هېواد د والیبال لوبغاړي به د ایران له لوبډلې سره مخامخ شي
د هېواد د والیبال ملي لوبډله به نن (پنجشنبه، قوس ۳) د پاکستان په لاهور ښار کې د منځنۍ اسیا د والیبال په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د والیبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بدنی روزنې او سپورت ریاست وایی چې د ټاکل شوی مهالویش له مخې به د مرکزی اسیا د والیبال د ملتونو لیګ سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (قوس ۳) د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شی.
 
په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایران، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا له ملي ټیمونو سره لوبې کوي.
 
د هېواد د والیبال ملي لوبډله به نن مازدیګر شپږ بجې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران له ځواکمن ټیم سره مخامخ شي.
 
پاکستان له ۱۷ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د والیبال د نړیوالې سیالۍ کوربه توب کوي.
 
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
 
د مرکزي اسيا د ملتونو د ليګ د واليبال سيالۍ د روانې مياشتې له درېيمې څخه تر اتمې نېټې پورې د شپږو ورځو لپاره د پاکستان، ايران، بنګله دېش، افغانستان او سريلانکا د پنځو لوبډلو په ګډون د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdchizniq23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته