افغان غږ خبری آژانس: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په شپه د قوس په ۷ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د دغه وزارت د مرستیال عبدالکریم الخریجي په سعودي عربستان کې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د تحولاتو په اړه بحثونه وشول.
خو دغه وزارت د بحث شویو موضوعاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
ازبکستان د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او په هېواد کې یې سترې اقتصادي پروژې لري، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په پرمختګونو کې مهم رول لوبولی دی.