دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 261614
د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې مستحقینو ته د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې مستحقینو ته د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د چارواکو په وینا، د سړې موسم له رارسیدو سره په کابل ښار کې د ډبرو سکرو د ویش لړۍ هم پیل شوې ده.
 
 تر دې مخکې د کابل ښاروالۍ د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ ویلي وو، چې څلور سوه زره ټنه سکاره به د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې لېږدول او پر خلکو ووېشل شي.
 
د تذکرو د وېش پروسه هم داسې ده، چې لومړی د اړوندې ولسوالۍ له خوا په شرایطو برابر کسان ثبتېږي، بیا وروسته د ټاکل شوي لېست له مخې هر څوک خپله کوټه ترلاسه کوي.
 
کابل ښاروالۍ د هر ټن ډبرو سکرو بیه ۹۰۰۰ زره افغانۍ ټاکلې، چې ډېری خلک یې نه شي پوره کولای. دوی ټینګار کوي چې په اوسني وضعیت کې باید حکومت با کیفیته ډبرو سکاره په ټیټه بیه پر خلکو وویشي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تسلط او بهر ته د ډبرو سکرو د صادراتو له چټکتیا وروسته د ډبرو د سکرو بیې لوړې شوې او خلکو د پیرودلو ځواک له لاسه ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcfyyd0jw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته