افغان غږ خبری آژانس: د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو عمومی رییس صادق رضا دوست د هغو افغانانو په هکله چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د سرشمیرنې کارتونه اخیستې، وویل: د هغو کسانو لپاره چې کومه ستونزه نه لری او د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ په سرشمیرنه کې هم برخه اخیستې وه، موږ د هستوګنې خدماتو ګټې تعقیب کوو او د دې میاشتې په پای کې به د دوی په اړه پریکړه وشي .
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او :کډوالو د چارو د عمومي ریاست د خبرتیا له مخې، په غیر ممنوع ښارونو کې د شین او سپین سرشمیرنې کارتونه د دریو میاشتو لپاره د ۳۰/۰۷/۱۴۰۱ څخه تر ۳۰/۱۰/۱۴۰۱ پورې غځول شوی دی. او اوس مهال د دې سرشمیرنې د فورمو د نوي کولو لپاره د کفالت دفتر ته د تګ اړتیا نشته، او پورته کسان باید د بهرنیو اتباعو د عمومي ریاست راتلونکو اعلان ته انتظار وکړي.