دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 261862
په یوه اونۍ کې د ریل پټلۍ له لارې ۱۲۲ زره ټنه واردات او صادرات ترسره شوي
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال له ۴ تر ۱۰ مې نېټې پورې ۱۲۱ زره ۹۵۳ ټنه د اورګاډي له لارې لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اورګاډي ادارې د معلوماتو له مخې، ۹۰ زره ۱۴۱ ټنه د حيرتان اورګاډي له لارې، ۶ زره ۳۷۵ ټنه د اقينې د اورګاډي له لارې او ۲۵ زره ۴۳۷ ټنه د تورغونډۍ د اورګاډي کرښې له لارې صادر شوي دي. په ټولیزه توګه ۱۲۰۸۳۳ ټنه نفت او نور مواد هیواد ته وارد شوي دي.
 
همدارنګه په همدې موده کې ۱۱۲۰ ټنه سوداګریز توکي چې لویه برخه یې وچه میوه ده؛ صادر شوی دی.
 
تر دې مخکې د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست اعلان کړی و، چې د روان کال په لړم میاشت کې نږدې ۵۰۰ زره ټنه د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږدول شوي، چې له دې ډلې دوه زره یې صادرات وو.
https://avapress.com/vdcai6nuu49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته