دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 262101
د کابل پولیس: د شپې تګ راتګ باندي محدودیت نشته
د کابل امنیه قومانداني وايي، د شپې پر مهال د ښاریانو پر ګرځېدو بندیز نشته او خلک کولای شي هر کله چې زړه وغواړي، قهوه خانو او تفریحي پارکونو ته ولاړ شي. په همدې حال کې د هېواد یو شمېر د قهوه خانو خاوندان او ښاریان د کار له نشتوالي او محدودیتونو څخه ناراضه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د شپې له خوا د ښاریانو پر ګرځیدو هیڅ بندیز نشته او د هیواد اتباع کولای شي چې په هر ځای کې چې وغواړي ولاړ شي.
 
ځدراڼ زياته کړه، چې امنيت ډاډمن دى او ښاريان کولاى شي د شپې له خوا په پوره ډاډ سره له ټولو عامه ځايونو څخه ليدنه وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې د هېوادوالو د ښه امنيت د تامين په موخه يې له وکيلانو، د جوماتونو له امامانو او د امنيتي ساحو له قوماندانانو سره په اړيکه کې دي او د امنيتي ځواکونو له خوا د شپې ګزمې روانې دي.
 
په همدې حال کې د یوه قهوه خاني مدیر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې د پخوا په پرتله یې په کارونو کې د پام وړ کموالی راغلی او د شپې له خوا کورنۍ نه راځي او کار هم نه دی.
 
نموړي زیاته کړه چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په کافې کې د نارینه او ښځینه جلا کولو محدودیتونه ول.
 
هغه له سرپرست حکومت څخه غواړي چې پر خلکو بندیزونه کم کړي او له ښاریانو سره د پولیسو چلند ښه کړي.
 
د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې اوسېدونکى مهدي وايي، سره له دې چې امنيت برابر دى، خو دولت کورنيو ته اجازه نه ورکوي، چې د ورځې په اوږدو کې تفريحي ځايونو ته ولاړ شي، شپه خو لا پریږده.
 
نوموړی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې خلکو ته د شپې په مهال تفریحي پارکونو او نورو عامه ځایونو ته د تګ اجازه ورنه کړي او د خلکو د هیلو خلاف ور نه شي.
 
په هرصورت، محمد یوسف؛ د کابل ښار يو بل اوسېدونکى وايي، چې په دې وروستيو کې د سړې هوا او د هوا د ککړتيا له امله تفريحي پارکونو ته نه ځي او تر اوسه يې عامه ځايونو ته د تګ په برخه کې د دولت له لوري له کوم بنديز سره مخ نه دى.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د واک د بیا ترلاسه کولو سره سم ګڼ شمیر قهوه خاني بندې شوي چې د خلکو د کمې لیدنې له امله دوی ته د خلکو تګ راتګ او تفریح ​​ځایونو ته د خلکو تګ هم کم شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchviniz23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته