دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 262120
په تخار کې د موسمي ناروغیو زیاتوالی په دوو اونیو کې ۱۱ زره کسان په ناروغۍ اخته شوي دي
د تخار روغتیايي چارواکي د موسمي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د زکام او سینه بغل څه باندې ۱۱ زره ناروغانو د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالقهار احمدی نن یکشنبه (قوس۲۰) افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د سینه بغل او تبې ۱۱۲۶۳ پېښې روغتیایی مرکزونو ته راجع شوی دی. په تېرو دوو اوونیو کې د تخار ولایت مرکز او ولسوالیو کې چې د عادي لیدنو په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
نوموړي د موسمي ناروغيو د زياتوالي لامل د يخنۍ د زياتوالي لامل وباله او ويې ويل، چې وروستيو واورو او يخنۍ د موسمي ناروغيو شمېر زيات کړى دى.
 
خو د تخار د عامې روغتيا رييس وويل: د تخار ولايت ټول ٨٤ روغتيايي مرکزونه د مراجعينو پر مخ خلاص دي او د ناروغانو درملنه کېږي.
 
هغه زياته کړه، چې د روغتيايي مرکزونو توکي او اسانتياوې برابرې شوې او په ساحو کې ګرځنده روغتيايي ټيمونه هم ځاى پر ځاى شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې د موسمي ناروغیو په خپرېدو سره په تخار کې ډېری روغتیايي مرکزونه د دوا د کمښت او د ملاتړ د نشتوالي له امله د خلکو پر مخ تړل شوي وو، خو سږ کال د تخار ولایت روغتیايي چارواکي ژمنه کوي چي داسی به نه کیږي.
 
د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس څرګنده کړه: پخوا د سړکونو د خرابوالي او د اسانتياوو د نشتوالي له امله روغتيايي مرکزونه د خلکو پر مخ تړل شوي وو، خو سږ کال مو د څلورو مياشتو لپاره تجهيزات ليږلي او کومه ستونزه نشته.
 
ده همداراز ډاډ ورکړ: له خلکو سره زموږ ژمنه دا ده چې د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د تخار ولایت په هره برخه کې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کوي. موږ کارګرانو ته دنده سپارو او د روغتیایی مرکزونو څخه غوښتنه کوو چې د دوی د معاش په بدل کې د هر ډول تعصب پرته د هرچا خدمت وکړي.
 
https://avapress.com/vdcirrarut1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته