دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 262339
خلک باید د امنیت په تامین او د جنایي جرمونو په مخنیوي کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي
په کابل ښار کې د شپنیو غلاوو، د روږدو کسانو له زیاتوالي او د خلکو له شکایتونو وروسته د اسلامي امارت مسؤلین وايي، خلک دې د امنیت په تامین کې له اسلامي امارت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل ښار کې د ناامنیو، شپنیو غلاوو، په نشه یی توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي او په دې اړه د خلکو له شکایتونو وروسته، امنیتي چارواکو له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د ښاریانو د هوساینې او د جنایي جرمونو په ځانګړي ډول د غلاوو د مخنیوي په خاطر پولیس ۲۴ ساعته ګزمې کوي او امنیت ټینګوي.
 
ځدراڼ زیاته کړه: امنیتي مسؤلینو ۱۰۰ شمېره جوړه کړې، تر څو خلک د جرمونو او ناامنیو له حقایقو پولیس خبر کړي او د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
 
هغه زياته کړه: د شپې د غلاوو د کمولو په موخه د کابل پوليسو له کابل څخه ٢٥٠ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان نيولي او د عامې روغتيا وزارت ته يې معرفي کړي دي.
 
ځدراڼ څرګنده کړه: داسلامي امارت ځواکونه هم هڅه کوي چې په نشه يي توکو روږدې ښځې راټولې کړي او دعامې روغتیا وزارت ته یې معرفي کړي.
 
د ده په وينا: د نشه يي توکو کښت او قاچاق چې يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده او کله ناکله په ټولنه کې د غلاوو په ګډون د ناامنيو لامل ګرځي، کومه نوې خبره نه ده، بلکې په حقيقت کې د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې او ناامنۍ ميراث دى.
 
ځدراڼ خبرداری ورکړ، چې د هېواد پوليس به هغه کسان ونيسي، چې د هېواد په هره برخه کې نشه يي توکي پلوري او د خپلو کړنو په سزا به ورکوي.
 
په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو کارپوه سید علي چاووش له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په کابل کې د تېرو کلونو په پرتله وسله والې غلاوې او د شخصي او دولتي ملکیتونو لاسوهنې ډېرې شوې دي.
 
  هغه زياتوي، چې څه موده وړاندې يې غلا کړې وه، پيسې او نور توکي يې د غلو له لوري غلا شوي وو.
 
د چاوشي په وينا، د افغانستان پر اسلامي امارت د خلکو نه همکاري او بې باوري، بې وزلي او بېکاري او همدارنګه په نشه يي توکو د روږدو کسانو ګڼه ګوڼه په کابل ښار کې د غلاوو د زياتوالي اصلي لاملونه دي.
 
https://avapress.com/vdcaeunuo49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته