افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت یو شمېر معلولینو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" دفتر ته څېرمه د یوې غونډې په ترڅ کې د بشري مرستو په وېش کې د عدالت له نشتوالي شکایت وکړ. او د نړیوالو مرستندویه موسسو له خوا په دې پروسه کې د روڼتیا او د مستحقو کسانو د پېژندلو ټینګار وکړ.
یو تن معلول سید محمد یزدان پرست د مرستو لپاره د مستحقو اتباعو د پېژندنې له بهیر څخه شکایت وکړ او ویې ویل، چې له بده مرغه معلولین هېر شوي، په داسې حال کې چې بېکاري او پر وخت د روزګار د معاش نه ورکول دغه بې وزله ډله تر پښو لاندې کړې ده.
د دې تر څنګ یو بل معلول مرسل مسکینیار د دې خبرې په څرګندولو سره چې ټول معلولین باید د خپلو اتباعو حقونو او امتیازاتو ته لاسرسی ولري، وايي: هغه ژمنې چې له معلولینو سره په تذکره کې د اړوندو مسوولینو له خوا شوې وې، تر اوسه نه دي ثبت شوي.
په ورته وخت کې د مزارشريف اوسېدونکی او يو تن معلول غلام نبي چې ۳۵ کاله وړاندې يې دوې پښې له لاسه ورکړې، وايي: د مرستې وړ لومړني کسان هغه معلولين دي چې د کار کولو توان نه لري.
د دې غونډې په پای کې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو د ملاتړ شبکې پرېکړه لیک ولوستل شو، چې په کې راغلي وو، چې د نننۍ غونډې ګډونوال د مرستو په وېش کې د عدالت له نشتوالي څخه د ناخوښۍ په څرګندولو سره، د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس څخه ۱۶ میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره معلولینو د بشري مرستو په ویش کې د شفافیت د نه شتون په اعتراض کې لاریون پیل کړ او د ملګرو ملتونو ادارو ته یې وخت وټاکه چې که چیرې د مستحقو کسانو د پیژندلو طریقه ونه څیړل شي، دوی به بیا احتجاج وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د یوناما دفتر هېڅ یوه چارواکي رسنیو ته مرکه نه ده کړې او یوازې د معلولینو له دوو استازو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د یوناما په دفتر کې مطرح کړي.