دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 262503
د کندز په شېرخان بندر کې د مخابراتي خدمتونو ستونزه؛ خلک د تاجکستان شبکې کاروي
د کندز د شېرخان بندر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي او وايي، چې د تاجکستان له مخابراتي خدمتونو ګټه اخلي. خو په کندوز کې د "اترا" یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولین وايي چې د کیفیت د لوړولو په موخه یې په دې برخه کې پایه نصب کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز ولایت د شیرخان بندر یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې د کورنیو مخابراتي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله د تاجکستان له مخابراتي خدمتونو څخه کار اخلي.
 
په شمال ختيځ کې د اترا چارواکي دغه شکايت ردوي او وايي، چې د شېرخان بندر سيمې ته د پلټنو لپاره تللي او داسې يې نه دي ليدلي، چې د تاجکستان سيم کارت يې کاروي، خو تاجکستاني شبکې له افغانستان څخه تر دوو کیلومترو پورې انتنونه لري.
 
د اترا د شمال ختیځ زون قوماندان مطیع الله صالح افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دوې ورځې وړاندې موږ د کندز د مخابراتو له رئیس سره شیرخان بندر ته د دې موضوع د څېړلو په موخه ورغلو، خو هیچا د تاجک مخابراتي شبکو څخه کار نه دی اخیستی.
 
خو هغه وويل، چې په شېرخان بندر کې د مخابراتي خدمتونو کيفيت ټيټ دى او د دې ستونزې د حل لپاره يې په دې برخه کې د کيفيت لوړولو وسيله نصب کړې، چې ١٥٠زره ډالره لګښت پرې راځي.
 
په شمال ختيځ کې امير ايترا زياته کړه چې په شېرخان بندر کې د تاجکستان سيم کارتونه په ازاده توګه نه پلورل کېږي چې خلک ترې ګټه واخلي.
 
په همدې حال کې د کندز د ټولو سیمو اوسیدونکي د خپلو مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دغو شبکو د کیفیت د لوړولو په برخه کې اقدامات وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdzx0xsyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته