دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 262770
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۳/۵ میلیونه ماشومانو د شري او ۱/۶ میلیونه نورو د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې یې ۳۶/۶ میلیونه ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د شري واکسین تطبیق کړي دي.
 
د دغه سازمان له لوري د خپاره شوي راپور له مخې، په دغه کمپاین کې چې د نومبر له ۲۶مې څخه د ډسمبر تر ۱۲مې پورې په لاره اچول شوی و، دغه شمېر له ۹ میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوي دي.
 
په همدې حال کې د روغتيا د نړيوال سازمان په دغه راپور کې د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، د روان کال تر نومبر مياشتې پورې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ٥٤٨٤ پېښې تثبيت شوي او د شري ناروغۍ له امله شاوخوا ٣٠٠ مړينې هم ثبت شوې دي.
 
د شري ډیری پیښې د 5 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو کې لیدل شوي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې د نومبر له ۲۶مې څخه د ډسمبر تر ۱۲مې په افغانستان کې ۱،۶ میلیونه ماشومانو د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۲۹ ولسوالیو کې پلی شوی دی.
 
د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی، چې په ۲۰۲۰ کال کې له ۵۴ پېښو څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۴ او په روان کال کې دوه پېښې ثبت شوې دي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي چې دا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې د شري او پولیو ضد واکسین لومړنی کمپاین دی.
 
https://avapress.com/vdcja8e8yuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته