دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 258648
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې ۹ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شوي دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېر کال کې په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه ماشومان د فلج پر ضد واکسین شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ټویټری پیغام کې ویلی چې د اسد له ۱۴۰۰ څخه تر اوسه په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین څه باندې ۸۶،۷ ملیونه دوزونه ورکړل شوی دی.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه شمېر په ټول افغانستان کې د واکسين د اتو کمپاينونو په ترڅ کې څه باندې نهه ميليونه ماشومانو ته ورکړل شوی دی.
 
د دغه سازمان په وینا؛ "په افغانستان کې د پوليو ختمول موږ له پوليو څخه پاکې نړۍ ته نږدې کوي. موږ به تر هغه وخته ونه درېږو چې نه وي."
 
باید وویل شي، چې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر څلورو ته راټیټ شو.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.
 
https://avapress.com/vdci5varvt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته