دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 263076
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کوکنارو درې جريبه کښت له منځه يوړل شو
دکندهارامنيتي ځواکونو د ارغنداب ولسوال په همکارۍ نن دکندهار په درې جريبه ځمکه کي نوي کرل سوي کوکنار له منځه يوړل.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: وروسته له هغه چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخند په امر په ټول هیواد کې د کوکنارو او چرسو په کښت بندیز ولګول شو، نن د کندهار د معروف ولسوالۍ په نارودي سیمه کې دامنيتي ځواکونو کشف او د ارغنداب ولسوال په همکارۍ په درې جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شول.
 
د ارغنداب ولسوال مل پاسوال آدم اخند اجمي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: نن سهار د ارغنداب په نارودي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په مرسته د فيض الله په نوم د يوه کس د کوکنارو کښت له منځه يوړل شو.
 
  هغه زیاته کړه چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د ملا هبت الله اخند له امر څخه سرغړونه وکړي.
 
ښاغلی عجمي زیاتوي چې د کوکنارو کرونکی یې محکمې ته معرفي کړی.
 
د کندهار د ارغنداب یو کروندګر دادالله افغان غږ خبری آژانس ته وویل: هغه د اسلامي امارت د مسؤلینو له دې اقدام څخه ډیر خوښ دی چې د قانون د تأمین او تطبیق لپاره یې کوي.
 
هغه د ترياکو د کښت ممانعت ته په اشارې سره زياته کړه: کروندګر او د ځمکې خاوندان د نورو فصلونو د خړوبولو لپاره د اوبو د کمښت او د اسانتياوو د نشتوالي او د هګيو د کرلو له امله کوکنار کري، ځکه د کوکنارو حاصلات په لږو اوبو او لږو اسانتياو برابريږي.
 
  نوموړي له مسوولينو وغوښتل، چې د کروندګرو لپاره بديل فصلونه معرفي کړي او هم دې کروندګرو ته د معياري اوبو لګولو او اصلاح شوي تخم د برابرولو زمينه برابره کړي.
 
https://avapress.com/vdcjate8muqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته