دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 263379
اروپايي ټولنې د شمالي کوریا د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، شمالي کوریا باید د باور وړ او د تایید وړ ګامونو په اخیستو سره د بشپړې او نه بدلېدونکي اټومي بې وسلې کولو لاره تعقیب کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د شمالي کوریا د پرله پسې توغندیزو ازموینو او په ختیځه اسیا کې د کړکیچ په اړه د نړیوالو غبرګونونو وروسته، اروپايي ټولنې د شمالي کوریا د نه بدلیدونکي بې وسلې کولو غوښتنه وکړه.
 
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سه شنبې په ماښام (جدي ۱۳) د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره په یوه نوې بیانیه کې له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې د بشپړې او نه بدلېدونکي اټومي بې وسلې کولو موافقه وکړي.
 
د «ریان نیوز» ویب پاڼې د راپور له مخې، په دغه بیانیه کې ویل شوی چې پیونګ یانګ باید د باور وړ او د تایید وړ ګامونو په اخیستلو سره د بشپړې او نه بدلېدونکی اټمی بې وسلې کولو لاره خپله کړی.
 
له بلې خوا د جنوبي کوریا دولتي خبري اژانس یونهاپ د شمالي کوریا د مشر خپاره شوي انځور ته په اشارې سره چې د بالستیک توغندیو پر وړاندې د اټومي سرګلولو په حال کې دی، لیکلي چې دغه هېواد له ۱۵ تر ۶۰ پورې دا ډول جنګي سرې لري.
 
د یکشنبې په سهار، د جنوبي کوریا پوځ اعلان وکړ چې د دوی شمالي ګاونډي د نوي کال په لومړیو ساعتونو کې د لنډ واټن بالیسټیک توغندی توغولی دی.
 
https://avapress.com/vdcfemd01w6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته