دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 263489
ایران او پاکستان د افغان نجونو د تعلیم پر حق ټینګار وکړ
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او روزنې پر حق ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې چې نن سه شنبه د جدی ۱۷ مه خپره شوه، ویل شوی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د د افغانستان د وضعیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه او یو ځل بیا یې په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
 
د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د ایران او پاکستان ګډې پوځي او امنیتي همکارۍ اړینې وبللې.
 
بلاول بوټو زرداري هم په افغانستان کې د ښځو د تعلیم پر دوام، د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.
 
اسلامي امارت د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي. د اسلامي امارت دغه چلند په نړیواله کچه منفي غبرګونونه راپارولي دي.
 
https://avapress.com/vdch6xniw23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته