دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 263669
په مزارشريف کې د ښځو دوکانونه تړل شوي خبرونه رد شوه؛ د ښځو لپاره ځانګړې بازار جوړیږی
په مزارشريف کې د ښځو د هټيو د تړلو په اړه د يوه راپور تر خپرېدو وروسته د بلخ ولايت چارواکو دا خبر رد کړ او ويې ويل چې دا موضوع ناسمه ده او په نږدې راتلونکي کې به د ښځو لپاره يو ځانګړی مارکېټ هم جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د امر بالمعروف محتسب احمد فاروق قاسمی نن چهارشنبه، د زمری ۲۱ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په بلخ کې د ښځینه هټیوالو د فعالیتونو د دوام پر وړاندې هیڅ خنډ نشته. حتی د مزارشریف ښاروالۍ له خوا د ښځو لپاره یو ځانګړی بازار هم په پام کې نیول شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، تر هغه چې مشخص ځاى نه وي ټاکل شوى، ښځينه دوکاندارانې کولاى شي خپل کار ته دوام ورکړي او د هغوى پر وړاندې کوم خنډ نشته.
 
په ورته وخت کې د امر بالمعروف ویاند عاکف مهاجر هم په بغلان کې د ښځو د ویښتانو د سالونونو د تړل کېدو په اړه د راپورونو خپرېدل ردوي او وايي: د دې کتګورۍ مېرمنو لپاره د وېښتانو د سالونونو لپاره ځانګړي ځایونه چمتو کېږي.
 
مهاجر زياته کړه چې تر هغه وخته پورې چې د دغو ځایونو ځای مشخص شوى نه وي، دوی کولاى شي په خپلو پخوانيو ځايونو کې فعاليت وکړي.
 
https://avapress.com/vdch-xniw23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته