دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 263754
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره د ټليفون له لاری خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامی امارت د خارجه چارو له سرپرست مولوی امیرخان متقی سره په جلا ټلیفونی تماسونو کښې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په کارکوونکو باندې وحشیانه حمله په کلکه وغندله. مولوي مفتي په دغو ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې دښمنان غواړي په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت تضمین شوی امنیت ګډوډ کړي، خو اسلامي امارت به دا ډول دښمن ته اجازه ورنکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دغو ټلیفونو په اړه په ټویټر کې لیکلی: د پنجشنبې په ورځ د جدی په ۲۲ مه نېټه د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. ښاغلي امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ځانګړې ټلیفوني خبرو کې د دغه وزارت مخې ته په سړک کې د ننه شوی وحشیانه برید په کلکه وغانده او خپله ژوره خواشیني یې څرګنده کړه.
هغه د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
په دغه ټلیفوني تماس کې امیرخان متقی صاحب له خپل ایراني سیال د تسلیت له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: دښمنان غواړي په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت تضمین له منځه یوسي، خو اسلامي امارت به هیڅ دښمن ته اجازه ورنکړي چې امنیت خراب کړي او هیوادوال د اندیښمني او امنیتي ننګونو سره مخ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کښې له ډاکټر امیر عبداللهیان سره د ټیلیفونی تماس په باره کښې ولیکل: د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د دروازې مخې ته د چهارشنبې د ورځې ترهګریز برید ډیر افسوسناک دی او مونږ یې په کلکه غندو. همدارنګه د دغې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د عاجلې روغتیا هیله کوو.
ډاکټر امیر عبداللهیان زیاته کړه، ترهګري د سیمې د هېوادونو ګډ دښمن دی او موخه یې د بې ګناه انسانانو په وژلو سره د سیمې پر هېوادونو د استعماري هېوادونو تسلط دی.
هغه په ​​ډاګه کړه، هغه څه چې په کابل کې او څه موده وړاندې د شاهچراغ شیراز په سپېڅلي زیارت کې وشول، یو اصل لري او پر وړاندې یې مبارزه باید واحده پالیسي ولرو او په مقابل کې یې په ټول توان سره همکاري وکړو.
له بلې خوا پرون د پاکستان دبهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له مولوي اميرخان متقي سره په ځانګړې ټيلفوني خبرو کې د افغانستان دبهرنيو چارو د وزارت په کارکوونکو د وحشيانه بريد په باب خبرې او د نظريو تبادله وکړه .
زرداري په دې پېښه د خواشينۍ څرګندولو په ترڅ کې د ټپيانو لپاره دعا وکړه.
په دغه ټلیفوني اړیکه کې مولوي متقی د بلاول بوټو له خواشینۍ او خواخوږۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دښمنان غواړي امنیت ګډوډ کړي، خو زموږ حکومت او ملت به یې په کلکه مخنیوی وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته د چهار شنبې د ورځې د ځانمرګي برید د تلفاتو په اړه ډول ډول خبری خپرې شوې چې تر ۵۰ زیات شهیدان او ټپیان شول. د دغو قربانیانو ډېری په تېره بیا شهیدان د دغه وزارت دیپلوماتان او کارکوونکي وو. د بهرنيو چارو وزارت د ځينو شمېرو له مخې، د دغه وزارت د شهيدانو شمېر تر ٢٠ زياتو کسانو ته رسېدلى دى.
دغه ترهګریز برید چې داعش ډلې یې مسوولیت په غاړه اخیستی، له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
https://avapress.com/vdccp1qi02bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته