دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 263787
اوکرایني چارواکي ددې هیواد د زیربناوو د ترمیم لګښت ۱۲۷ میلیارد ډالر اټکل کړي
د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر مهال د خپل هېواد د زیربناوو د ترمیم لپاره د اړتیا وړ بودجه ۱۲۷ میلیارده ډالره اټکل کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت لومړي مرستیال امین زاپاروف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اوکراین په اړه وویل: زموږ د وروستیو اټکلونو له مخې د جګړې له امله ټول ملکي وګړو ته اوښتی تاوان او د هیواد حیاتي زیربناوې د ۱۲۷ میلیارد ډالرو څخه ډیر اټکل شوي.
 
د دغه اوکرایني دیپلومات په وینا، د دغه هېواد بیارغونه به "یوه له سترو پانګونو پروژه وي".
 
هغه زیاته کړه: "اوکراین په اروپا کې یو له سترو ساختماني ځایونو څخه دی، کوم چې نړیوالو شریکانو ته د انجینرۍ، ساختماني او ټیکنالوژۍ لیږد کې د دوی غوره عملونو کارولو لپاره پراخه فرصتونه وړاندې کوي."
 
د بلومبرګ خبري شبکې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د جرمني حکومت چمتو دی چې د روسیې د کنګل شوې شتمنۍ ملیاردونه یورو د اوکراین په بیارغونه کې د خپلو متحدینو سره مرسته وکړي.
 
راپور زیاتوی: اروپایی اتحادیه او د هغه اوه کسیزه ډله کې د روسیې د مرکزی بانک څه د پاسه ۳۰۰ میلیارده یورو (۳۱۱ میلیارده ډالره) شتمنۍ ضبط کړې دی. دغه راز د ۱۹ میلیارد یورو په ارزښت د بندیزونو د لګولو شویو روسي سوداګرو شتمنۍ اروپايي ټولنې ته وړاندې شوې دي. دا اټکلونه بشپړ نه دي او دا ډول شتمنۍ په نامعلومو او ناڅرګندو شرایطو کې دي او په اوس وخت کې نشي کارول کیدی.
 
د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د سیاسي خبرو اترو له لارې په اوکراین کې ځانګړي پوځي عملیات پای ته ورسوي.
 
واسیلي نیبنزیا وویل: "که د اوکراین له خوا روسیې ته کوم ګواښ نه وي او روسي ژبي اوکراینیانو سره تبعیض ونه شي، مسکو چمتو دی چې په اوکراین کې ځانګړي پوځي عملیات ودروي."
 
په اوکراین کې د جګړې له پیله څه باندې لس میاشتې تېرې شوې، د مسکو او کیف ترمنځ د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو هیلې څو ځلې د بېلابېلو دلایلو له مخې له منځه تللې دي.
 
https://avapress.com/vdcivparyt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته