دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 263820
په هرات کې د ګاز نیوني او یخ وهلو تر ۶۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي
د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مسئولین وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه روغتون په عاجلو څانګو کې د یخنۍ او ګازنیوني تر ۶۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مشر ډاکټر فرهاد افضلي وايي چې د تیرې شنبې له ورځې راهیسې د یخ وهلو ۲۵ پیښې ثبت شوي چې زیاتره هغه کسان چې د یخ وهلو له امله راجع شوي دي او تر درملنې وروسته رخصت شوي، خو د ځینو یې د سوځولو په څانګه کې درملنه شوې ده.
 
ده زياته کړه: د ګازو د لګيدو له امله ٣٦ تنه نور روغتون ته ليږدول شوي او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
 
د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مشر زياته کړه: تراوسه پورې په دغه روغتون کې د يخنۍ او ګازنیوني څانګې ته د هغو کسانو له جملې څخه کوم مړى نه دى ثبت شوى چې د يخنۍ او ګازنیوني له امله روغتون ته ليږدول شوي دي.
 
ډاکټر افضلي يادونه وکړه: ترافيکي پېښې هم د پخوا په پرتله کمې شوې دي، ځکه هوا سړه ده او خلک له موټرو کم استفاده کوي.
 
هر کال په هرات کې د هوا په سړه کېدو سره په دغه ولایت کې د ګازنیوني او یخ وهني پېښې زیاتېږي.
 
څه موده وړاندې هم د چرګانو په فارم کې د یوې کورنۍ د دریو غړو او دوو مزدورانو په ګډون پنځه کسان د ګاز ډبې له امله مړه شوي وو.
 
دا د دې حقیقت سره سره چې چارواکي تل له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د تیلو مصرف کولو پرمهال د خوندیتوب احتیاطي تدابیر ونیسي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې د بې سارې سړې هوا له امله سيمه ييزې ادارې د بېلابېلو دولتي ادارو له استازو څخه جوړه شوې بېړنۍ کمېټه جوړه کړې، چې د ښار، لويو لارو او ولسواليو وضعيت په پام کې ونيسي او د هر ډول پېښو په صورت کې به د دغه ولايت د خلکو د ستونزو د هواري په موخه د ښاروالۍ او لويو لارو د وضعيت په اړه څېړنې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcgxw9xzak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته