افغان غږ خبری آژانس: د ماشومانو د ژغورنې عملیاتی مدیر ډیویډ رایټ وايي، په افغانستان کې د دغې موسسې ټول فعالیتونه له نږدې یوې میاشتې راهیسې بند شوي وو.
د ښاغلي رایټ په وینا، د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون او فعالیت خورا مهم دی او له ښځو پرته دوی نشي کولای خپل کار ترسره کړي.
هغه زياته کړه چې د ماشومانو د ژغورنې رياست شاوخوا ٥٠ سلنه کاري ځواک له ښځو څخه جوړ دى او هغوى ښځو او ماشومانو ته د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې یې ډېری پروګرامونه ځنډول شوي، خو اوس یې د روغتیا، خوراکي توکو او پوهنې په برخو کې فعالیتونه پیل کړي دي.
ښاغلي رایټ زیاته کړه، په دې اداره کې د ښځینه کارکوونکو د خوندیتوب په اړه د مسئولینو له لوري د لازمو ضمانتونو له ترلاسه کولو وروسته به خپل خدمات بېرته پیل کړي.
د سانتي ګراد د منفي ۳۵ درجو سړېدو د ملګرو ملتونو چارواکي اندېښمن کړي دي، دوی وايي په افغانستان کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په بادغیس ولایت کې د سړې هوا له امله د څلورو ماشومانو په ګډون یو سړي مړ شوی و.
د مرستندويه ادارو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۵ ميليونه اټکل شوی او ښايي دا شمېر تر ۲۰۲۳ کال ۲۸ ميليونه خلکو ته لوړ شي.
د ماشومانو د ژغورنې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په ۱۹۷۰ لسیزه کې په افغانستان کې کار پیل کړ او د رژیمونو له بدلون او جګړو سره سره یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.