دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 263888
مرکزي بانک د خصوصي بانکونو د خدمتونو د لوړولو غوښتنه وکړه
د افغانستان مرکزي بانک د خصوصي بانکونو د اتحادیې له استازو وغوښتل چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې لا ښه کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د دغه بانک د مرستیال او د هېواد د بانکونو د اتحادیې د استازو ترمنځ په کتنه د ویسترن یونین اتحادیې، منی ګرام، صنایعو، پوروړی په ځینو مالي او بانکي مسایلو خبرې او بیاکتنې وشوې.
 
د افغانستان د مرکزي بانک لومړي مرستیال نور احمد اغا په دې غونډه کې وویل: مرکزي بانک ژمن دی چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د سوداګریزو بانکونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
نوموړي دغه راز هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ او د خصوصي بانکونو له استازو يې وغوښتل، چې خپلې چارې د افغانستان بانک د لارښوونو پر بنسټ ترسره کړي.
 
د بانکونو او خصوصي بانکونو د اتحادیې استازو ژمنه وکړه، چې هېوادوالو ته به د لا ښه بانکي اسانتیاوو برابرولو لپاره زمینه برابره کړي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان مرکزي بانک د (۱۴) میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت دغه پیسې د لیلام له لارې پلوري.
 
د افغانستان مرکزي بانک له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
https://avapress.com/vdcaaenua49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته