دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 263916
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د الکولي مشروباتو، وسلو، نشه يي توکو کشف او د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل
د هېواد امنيتي چارواکي په تخار ولايت کې د الکولي مشروباتو د نيولو، په کونړ ولايت کې د وسلو د زېرمو کشف، په کنړ ولايت کې د نشه يي توکو د يوې فابريکې د ويجاړولو او په کندهار ولايت کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تخار امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ څخه یو سل شل لیتره الکولي مشروبات نیولي دي.
 
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي رسنیو ته وویل، پولیسو دوه تنه چې غوښتل یې ۱۲۰ لېتره الکول په یوه موټر کې د تخار له دشت قلعه ولسوالۍ څخه د شهر تالقان پر لور انتقال کړي، نیولي دي.
 
دغه راز د کنړ ولايت د استخباراتو مسئولين وايي چې يوه اندازه ناقانونه وسلې يې کشف او ضبط کړي دي.
 
د دوی په خبره، په ترلاسه شویو وسلو کې ۷۰۰ سپکې او درنې وسلې شاملې دي، چې له بېلابېلو ولسوالیو څخه راټولې شوې او د وسلو د راټولولو کمېسیون ته سپارل شوې دي.
 
په کنړ کې د وسلو د ټولولو د کمیسیون چارواکي وايي، چې دغه وسلې به د ملي امنیت، استخباراتو او پولیسو پر سرتېرو وویشل شي.
 
بلخوا د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې يې د نشه يي توکو د توليد او پروسس يوه فابريکه له منځه وړې ده.
 
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري وايي، د دې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو په هلو ځلو د فيروزکوه ښار په لوېديځ کې د نشه يي توکو د توليد او پروسس دغه فابريکه کشف او له منځه وړې ده.
 
ده زياته کړه چې له دغې فابريکې څخه يوه اندازه مخلوط مواد چې د نشه يي توکو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېده له نورو وسايلو سره يوځاى ترلاسه شوي دي.
 
د کندهار امنيتي چارواکي هم وايې چې په دي ولايت کې د پوليسو له لوري يو جريبه کرل سوي کوکنار له منځه وړل سوي دي.
 
دغه ځمکه په پنجوايي ولسوالۍ کې موقعيت لري او پرون له منځه يوړل شوي.
 
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند حفيظ صابر د دې خبر په تاييدولو سره وويل چې امنيتي ځواکونه د نشه يي توکو د کښت، توليد، قاچاق او پلور پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
 
https://avapress.com/vdccs1qie2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته