دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 263921
د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوې؛ د پلازمېنې صنعتکاران او اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي
د کابل یو شمېر ښاریان په پلازمېنه کې د برېښنا پر پرله پسې قطع کیدو نیوکه کوي. دوی وايي چې د برېښنا نشتوالي د اوبو رسولو سیستم ګډوډ کړی او اسلامي امارت باید دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل یو شمیر اوسیدونکي په پلازمینه کې د بریښنا پر پرله پسې بندیدو نیوکه کوي. دوی وايي چې د برېښنا نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي او اسلامي امارت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
 
د برېښنا نشتوالي نه یوازې ښاریان بلکې د فابریکو خاوندان هم له ستونزو سره مخ کړي دي. د تولیدي فابریکو مسئولین وايي، چې د برېښنا نشتوالي هم په تولیداتو ناوړه اغېز کړی دی.
 
د صنايعو او کانونو خونه وايي، چې دا مهال په صنعتي پارکونو کې برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې او صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: موږ د یو ساعت لپاره هم برېښنا نه لرو. د حرارتي بريښنا دستګاه چې په بيړنيو حالاتو کې ترې ګټه اخيستل کيږي ١٠٥ ميګاواټه ده چې د ازبکستان له بريښنا سره د نښلولو تر وخته پورې به له دغې بريښنا څخه کار واخستل شي.
 
په همدې حال کې د افغانستان برښنا شرکت وايي چې دا مهال د پلازمېنې د برېښنا ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي. دغه دېرش سلنه برېښنا له داخلي منابعو او حرارتي وسیلو څخه ورکول کېږي.
 
د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي: موږ هڅه کوو چې د استوګنې سیمو ته په ورځ او یا شپه کې د یو یا دوه ساعتونو لپاره د ښاریانو اړتیاوې پوره کړو.
 
له بلې خوا د برشنا شرکت پخوانی مشر امان الله غالب وايي، په هېواد کې د دوامداره برېښنا د برابرولو لپاره له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.
 
د کابل اوسېدونکې شبانه طلوع نیوز ته وویل: د برېښنا ستونزې ډېرې دي. په ځانګړي توګه په مکروریان کې ځکه چې موږ نشو کولی ګاز وکاروو.
د کابل اوسېدونکی شېرزی وايي: موږ د برېښنا د نشتوالي له امله د اوبو له ستونزې سره مخ یو، ځکه که برېښنا نه وي، اوبه له کومه راځي؟
 
تر دې مخکې په ازبکستان او ترکیې کې د برشنا شرکت چارواکو افغانستان ته د برېښنا د واردولو په اړه د ازبکستان او تاجکستان له چارواکو سره جلا جلا تړونونه لاسلیک کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcirparzt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته