دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 264033
خپلو سیمو ته د بلخ ولایت د بې ځایه شویو کورنیو د راستنیدو لارښوونې عملي کیږي
د بلخ ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس وايي، چې د حکومت له خوا د خېمو له اوسېدونکو او بې ځايه شويو سره د مرستې په موخه هڅې روانې دي او د واورې له اورښت وروسته حکومت پرېکړه کړې، چې ټولې بېځايه شوې کورنۍ او د خېمو اوسېدونکي خپل سیمو ته راستانه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د بلخ ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی بورجان نایب‌البدر د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته په دغه ولایت کې د داخلی بې ځایه شویو او د خیمو د اوسیدونکو د وضعیت په اړه وویل: له لس زرو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوی دی. راستنېدونکي او کډوال په بلخ ولایت کې ژوند کوي، چې اکثریت یې تر خیمو لاندې ژوند کوي او دغه کورنۍ مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
 
ده په دوام کې وويل: په بلخ ولايت کې د خېمو د اوسېدونکو او بې ځايه شويو خلکو د ژوند شرايط مناسب نه دي او دغه کورنۍ د يخنۍ او سختې واورې د اورښت له امله د سونګ موادو او خوراکي توکو ته جدي اړتيا لري. په همدې خاطر دولتي چارواکو په ځانګړې توګه د بلخ ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د سوداګرو او ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو سره د مرستو د همغږي کولو هدایتونه په لاره اچولي دي.
 
مولوي نایب البدر وویل: زه ټولو سوداګرو ته بلنه ورکوم چې د ژمي په موسم کې له اړمنو سره د مرستې په بهیر کې برخه واخلي په ځانګړې توګه د خیمو اوسیدونکو ته او په دې پوه یم چې یوه افغانۍ به له مستحقو او بې وزلو سره اوه سوه چنده مرسته وکړي.
 
د بلخ ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس وويل: د حکومت له خوا د خیمو اوسیدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستې هڅې روانې دي او د واورې د بحران له ختمیدو وروسته حکومت پریکړه کړې چې ټولې بې ځایه شوې کورنۍ او د خیمو اوسیدونکو ته د اسانتیاوو په برابرولو سره خپلو سیمو ته ستانه کړي.
 
هغه زیاته کړه: د واورې د اورښت او یخنۍ له سختېدو وروسته، یو شمېر شرکتونو په ځانګړې توګه د بشیر نوید ګروپ د خیمو اوسیدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه زموږ غوښتنې ته ځواب ووایه او موږ د سوداګرو تر بشري مرستو لاندې یو شمېر خیمې اوسیدونکي او بې ځایه شوي کسان تر پوښښ لاندې راوستل.
 
د یادولو وړ ده چې د بشیر نوید ګروپ شرکت په بلخ ولایت او د افغانستان په نورو ولایتونو کې ۵ زره اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده. د دغه شرکت مسوولین له نورو سوداګرو او شرکتونو غواړي چې د ژمي په ساړه ورځو کې د بې وزلو او اړو کسانو لاسنیوی وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdso0xsyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته