دخپریدو نیټه :شنبه ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 264095
د پاسپورت د وېش بهیر د بیا پیلېدو خبرونه رد شول
د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د پاسپورټونو د وېش بهیر به ډېر ژر پیل شي، د پاسپورتونو د عمومي ریاست ویاند دغه خبرونه ناسم او بې بنسټه وبلل او ویې ویل، چې تر اوسه د دغه ریاست تخنیکي ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاسپورت ریاست عمومی ویاند نورالله پتمن افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې په نږدې راتلونکې کې د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پیل په اړه اوازې بې اساسه دی.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه په دغه دفتر کې تخنيکي ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل شوې او کله چې ستونزې هوارې شي، د پاسپورټ د وېش لړۍ به هم پيل شي.
 
په تېرو څو ورځو کې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
 
په همدې حال کې د پاسپورټ د وېش بهیر له څو میاشتو راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله ودرېدلی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcb9ab5srhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته