دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 264433
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د جمعې د لمانځه په خطبه کې:

مسلمانان په قران کريم وياړي؛ متعصبین په اسلامي امارت کې ځای نه لري

مسلمانان په قران کريم وياړي؛ متعصبین په اسلامي امارت کې ځای نه لري
د بلخ ولایت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې چارواکي وايي: قرآن کریم د مسلمانانو او د افغانستان د ملت ویاړ دی او د قران کریم سوځول د دغه الهي او ستر کتاب ارزښت او سپېڅلي ځای ته زیان نه رسوي او دغه جنایت د خلکو لخوا ترسره کېږي. د قرآن پر ضد اروپايان مسلمانان نور هم ويښ، زړور او هوښياروي. د دغه ولایت د پوهنې رئیس په وینا، په داسې حال کې هغه خلک او کړۍ چې په تفرقه، توکم پالنه، مذهب پرستی، تبعیض او تعصب کې ښکیل دي د اسلامي امارت او اوسني حکومت په رهبرۍ کې هیڅ ځای نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خیل د روضې مبارک جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د یوه سویډني وګړي له خوا د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې وویل: هغه خلک او دسیسې چې په تفرقه، توکم پالنه، مذهب پالنه، تبعیض او تعصب کې شکیل دي، دوی په اسلامي امارت او د اوسني حکومت په رهبرۍ کې ځای نه لري؛ ځکه موږ د قرآن د حکم له مخې متحد یو او د حکومت له رهبرۍ سره بیعت کوو او د اوسني حکومت ملاتړ اړین ګڼو.
 
هغه قرآن کریم د افغانستان د مسلمانانو او ملت وياړ وباله او زياته يې کړه: خلک بايد خپل چارواکي د شريعت خلاف اعمالو خبر کړي او د اوسني نظام ملاتړ وکړي، تر څو د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.
 
مولوي شهید خېل وويل چې د قرآن او د اسلام سپېڅلو شيانو ته سپکاوى د منلو وړ نه دى، نو د خپلې کرکې په څرګندولو سره په سویډن کې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې د یوه ناپوه کس له خوا د قران کریم سوځول جرم دی او باید مجازات شي.
 
له بلې خوا د بلخ ولايت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د رياست استازي مولوي احمد فاروق قاسمي وويل، چې د لمونځ کوونکو د نننۍ سترې غونډې موخه دا ده، چې لويديځ او نړۍ کفر ته ووايي، ستاسو بې حرمتي او اور اچونه د قرآن کریم ارزښت او سپېڅلى ځاى نه خرابوي او د قرآن پر وړاندې د اروپايانو دغه جنايت مسلمانان نور هم ويښ، زړور او هوښيار كړي دي.
 
هغه په ​​دوام کښې زیاته کړه: اوس مسلمانان په لا زیاتې جوش او جذبې سره د قرآن په لور حرکت کوی او دښمن باید پوه شی چې د قرآن کریم خوږ اواز نن د سویډن، فرانسې، امریکا، کاناډا او اروپایی هیوادونو په زړونو کښې اوچت دی او مسلمان ملت د قرآن کریم د اوریدو په حال کښې دی او د قدآن کریم مینه وال هر وخت چمتو دي چې د قرآن د ملاتړ لپاره ځانونه قربان کړي.
 
دغه ديني عالم زياته کړه چې قران کريم يوازې په کاغذ ليکل شوى نه دى بلکې د نړۍ د مسلمانانو په زړونو او روحونو پورې تړلى دى او د افغانستان خلکو تل ثابته کړې ده چې دوى له قرآن سره مينه لري.
 
دغه راز دبلخ ولايت دحج او اوقافو رييس مولوي سيف الدين عزيزي دقرآن کريم جامعيت ته په اشارې سره وويل چې قرآن په ټولو چارو او برخو کې اغيزمن دى . له همدې امله د نړۍ کفر او غرب د قرآن له خپرېدو څخه وېرېږي او په خپل خام خيال کې فکر کوي چې د قرآن سوځول به د قرآن د خپرېدو مخه ونيسي.
 
په ورته وخت کې د روضې مبارک د جامع جومات یو شمېر لمونځ کوونکو د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: قرآن ته سپکاوی د نړۍ له مسلمانانو سره د دښمنۍ په معنا دی او موږ به تر هغه دغه جنایت ونه بخښو تر څو چې قرآن کریم ته اور اچوونکی نیول شوی نه وی او مجازات شږي نه وي او له ټولو اسلامي حکومتونو څخه غوښتنه کوو چې د دې ستر جنایت په وړاندې عملي او جدي غبرګون وښيي.
 
د يادونې وړ ده، چې عبادت کوونکو د اسلام ژوندي دي وي، قرآن زنده باد، مرګ په سويډن، مرګ په امريکا، مرګ په يهودانو او مسيحيانو په سعارونو سره په اروپا کې د قرآن او د اسلام سپېڅلو شيانو ته د سپکاوي له امله خپله کرکه اعلان کړه او د قران کريم د سوځولو مسوولينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdchxknix23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته