دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 264744
د کډوالو چارو وزیر د IRC موسسی د آسیا له مرستیال سره په لیدنه کې:

خلکو ته د مرستو په ویش کې باید دیني مسایلو ته درناوی وشي

خلکو ته د مرستو په ویش کې باید دیني مسایلو ته درناوی وشي
د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د IRC موسسې د اسیا له مرستیال عدنان جنید سره په کتنه کې وویل چې په سروې او اړو کسانو د مرستو په ویش کې باید د خلکو دیني مسایل او دودونو ته درناوی وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې نن چهارشنبه (دلو ۱۲) د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د IRC موسسی د اسیا له مرستیال عدنان جنید سره وکتل.
 
حقاني په دې کتنه کې وويل چې له اړمنو خلکو سره د بهرنيو بنسټونو مرستې بايد له سياسي مسايلو سره تړاو ونه لري.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې د دوی مرستې دې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.
 
د IRC مرستیال ټینګار وکړ چې دوی له اړو کورنیو سره مرستې ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې لا زیاتو اړو خلکو سره مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د IRC موسسی له اړو کسانو سره د مرستې په برخه کې زیاتې هڅې کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له يو شمېر مرستندويه ادارو سره کتلي او د افغانستان له خلکو سره يې د مرستو پر مسايلو خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcc00qi02bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته