دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 264931
په نیمروز کې د دوو سترو قومونو تر منځ اوږده دښمني پای ته ورسېده
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز زرنج کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوو لویو قومونو (سلطان خېلو او محبت خېلو) تر منځ له اوږدې مودې راهیسې روانه دښمني پای ته رسېدلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د نیمروز ولایت د چارواکو په وینا، پرون (شنبه، دلو ۱۵) د دغه ولایت په مرکز زرنج کې د دوو لویو قومونو (سلطان خېلو او محبت خېلو) تر منځ د اوږدې دښمنۍ د دولتي ادارو د يو شمېر رئيسانو او استازو، علماوو، د سپين ږيرو او ځوانانو په شتون کې د امر المروف، نهي عن المنکر او د نيمروز ولايت د خلکو په شتون کې پای ته ورسیده.
 
په دې مراسمو کې د امربالمعروف نهي عن المنکر او د نيمروز د خلکو د شکايتونو اورېدلو مسئول مولوي عبدالغفار فاروق د اسلام له نظره د سولې او پخلاينې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې اسلام د ورورولۍ، اتحاد او اتفاق دين دىږ
 
فاروق د سولې، یووالي او ورورولۍ تامین د اسلامي نظام له مسوولیتونو څخه یاد کړ.
 
په دې مراسمو کې د ښاري محکمې قاضي القضات مولوي قدرت الله رفعت شیطان د مسلمانو وروڼو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ تر ټولو مهم عنصر وباله.
 
محترم رفعت زیاته کړه، د شیطان له فتنو څخه باید ځان وساتو، تر څو زموږ لپاره ګناه او قومي او فردي اختلافات زیات نه کړي.
 
د دغه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو د ریاست د شکایتونو اورېدلو رئیس مولوی احسان الله احسان هم وویل: په سوله کې روحی او جسمی سوله نغښتې ده، چې مسلمانان باید د رامنځته کېدو لپاره جدی هڅې وکړی. .
 
په پای کې د سلطان خېلو د قوم استازي پير محمد سلطاني او د محب خېلو د قوم استازي محمد زوار رسولي د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د نيمروز د خلکو د شکايتونو د اورېدو په ترڅ کې د خپلې خوښې په څرګندولو سره نوموړي زياته کړه، چې دغه دښمني ٣٥ کاله وړاندې د قومي اختلافاتو له امله رامنځته شوې، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
دوی ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د قومونو ترمنځ د هیڅ ډول تفرقې او دښمنۍ شاهدان نه اوسو.
 
https://avapress.com/vdcaeynu649nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته