دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 265279
د اسلامي انقلاب د بري د ۴۴مې کلیزې په مناسبت؛ د میلیونونو ایرانیانو لاریون پیل شو
د اسلامی انقلاب د بري د ۴۴مې کلیزې له رارسیدو سره هممهاله، د دلو د میاشتې په ۲۲ نیټه د ایران د ملیونونو خلکو لاریون په ټول ایران کښې پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - د دلو ۲۲مي لوی لاریون د کابل پر وخت د سهار په ۱۰ بجو او د تهران پر وخت د سهار په نهو بجو د ایران له ۳۸ زره کلیو او ۱۴۰۰ ښارونو څخه پیل شو چې په کې ۶۰۰۰ ایرانی او بهرنیو رسنیو استازو ددي لاریون د خبري پوښښ لپاره سره راټول شوي دي.
 
نن شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د دلو د میاشتې له ۲۲مي نیټې سره برابره ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له ۴۴ کلیزې سره برابره ده.
 
د ایران د ملي سرود به نن په ټول هیواد کې د تهران په وخت په ۱۱:۲۲ بجو ترسره شي.
 
په تهران کې د لاریون د مراسمو ویاند آیت الله ډاکټر سید ابراهیم رئیسی؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر به وي.
 
د افغان غږ خبری آژانس خبریالان او عکس اخیستونکي به دا لویه لاریون په مستقیم او پراخه توګه وپوښوي.
 
https://avapress.com/vdcgun9xyak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته