دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 265339
د بلخ پولیس: د ښه امنیت د تامین په موخه خلک سرشمېرنه کوي
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند د سرشمېرنې د مبهم بهير او د امنيتي ځواکونو له خوا د هغوى د معلوماتو د اخيستلو په اړه د مزارشريف د ښاريانو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې دغه پروسه د هېوادوالو د لا ښه امنيت د تامين په موخه ترسره کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشريف: د بلخ د پوليسو وياند محمد آصف وزيري افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د لا ښه امنيت د تامين په موخه د مزارشريف د اوسېدونکو ټول جزئيات د امنيتي ارګانونو له خوا ثبتېږي.
 
هغه زياته کړه، چې خلک دې هېڅ ډول اندېښنه ونه لري او د هغوى ټول معلومات به د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د سيمه ييز کنټرول رياست سره وساتي.
 
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، په امنيتي برخو کې د يادو کسانو په پېژندلو سره به جنايي پېښې کمې او د مجرمينو نيول به اسانه شي.
 
وزیري ټینګار وکړ، چې په دې پروسه کې د یوې کورنۍ د غړو شمېر، کسب او د کورنۍ د غړو جزییات درج او ثبتېږي، چې سیمه ییز پاسپورټ بلل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې اسلامي امارت په بلخ کې د بې سرپرسته نجونو او کونډو احصایې چمتو کوي، هغه موضوع چې د بلخ پولیس یې ردوي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xnyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته